د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ ویلي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د هرې شومې دسیسې او پلان خلاف به لکه ډال درېږي.
هغه چې نن يې د پي ټي ام یوې لویې ولسي غونډې ته وینا کوله ویلي، پاکستان هڅه کوي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، یو ځل بیا طالبان واک ته ورسوي؛ خو مونږ اجازه نه ورکوو او پاکستان دې دغه ارمان او فکر له ذهنه وباسي.
د نوموړي په وینا، پښتون ژغورنې غورځنګ د حق غوښتنې سوله ییز حرکت دی او هېڅکله به له تشدد کار وانخلي.
نوموړي څرګنده کړې، چې پاکستان پښتنو ته ځکه د ترهګر په سترګه ګوري او نه يې خوښېږي، چې دوی يې د کړنو خلاف دي.