د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر او مخکښ پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، هغه پنجابي جنرالان چې د افغانستان د ولکه کولو په فکر کې دي، رواني او دماغي ډاکټر ته دې مراجعه وکړي.
هغه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې افغانان له نورو سره سیال شي.
د نوموړي په خبره، افغانانو نه پخوا چاته سر ټیټ کړی او نه به یې راتلونکي کې ټیټ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په وار وار افغانستان کې د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه کړې ده، هغه غوښتنه چې د افغانانو توند غبرګونه یې راپارولی دی.
د تازه راپورونو پر اساس، کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پراخو فعالیتونو د پښتنو بېساري یووالي ته زمینه مساعده کړې ده او په زغرده د لر او بر یو افغان نعرې وهي.