د افغانستان مرکزي بانک وايي، افغانستان څه کم ۹ میلیارده ډالره د پیسو زېرمه لري.
د مرکزي بانک سرپرست وحید نوشېر وايي" د افغانستان ملي بانک اوس مهال اته عشاریه شپږ میلیارده ډالره د پيسو ذخیره لري."
نوشېر ټينګار کړی دی چې دغه کچه د ملي بانک په تاریخ کې بېسارې او تر ټولو لوړه ده.
د هغه په وینا، دې پیسو ته هېڅوک لاس رسی نه لري او نه ورته رسېدای شي، ځکه بهرنیو هېوادونو کې مو پرې پانګونه کړې ده چې هر کال افغانستان ته عایدات ورکوي.
نوشېر وايي، هڅې روانې دي چې د افغاستان د مرکزي بانک د اسعارو کچه نوره هم لوړه کړي.
بلخوا یو شمېر اقتصادي شنونکو ویلي، که واقعي هڅې وشي، ممکن د اسعارو ذخیرې کچه له دې هم لوړه شي.