سیحون - پاکستان (سه شنبه د کب ۱۹) د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي، وروستیو حالاتو ته په کتو اټکل دا کيږي، چې په پاکستان کې به په کور دننه یو شمېر ترهګرې ډلې نور هم قوت پیدا کړي او ښايي په امن ځایونو کې هم داخلي جګړې زور واخلي.
نوموړي په دې ورستیو کې په یو شمېر سرحدي سیمو کې د پاکستان د پوځ خلاف تېزې شوې جګړې ته په اشارې ویلي، چې وسله والې ډلې اوس دومره زړورې شوي، چې ان د پاکستان ډېر مهم امن ځایونه هم په نښه کولای شي.
رشید زیاته کړې، چې د پاکستان حکومت باید په دې تړاو جدي اقدامات وکړي او که د رامنځته شوې ستونزې غم ونه خوړل شي؛ ښايي پاکستان به په یوې اوږدې کورنۍ جګړې کې ښکیل شي.
وزیر رشید یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې په اوس وخت کې په شمالي او جنوبي وزیرستان، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو خلاف د وسله والو ډلو جګړې تر بل هروخت ډېر شدت موندلی.
سیحون خبري آژانس